د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لار د سوداګرۍ او محدود تګ راتګ لپاره پرانستل شوه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بندپاتې وګړو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، تورخم دروازه به یوازې نن[د مې پر ۳مه] لپاره پرانستې وي او په افغان مسافرو یې غږ کړی چې له دې فرصته دې استفاده وکړي.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، راستنیدونکو مسافر ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د تورخم او چمن لارې د مارچ له ۱۶مې راهېسې بندې کړي خو په منځ منځ کې یې په خال خال ورځو کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

پاکستان د مې له ۱۶مې راهېسې د تورخم لاره د ۲۴ ساعته تجارت لپاره یو وارې بیا پرانېستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG