د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې په هزاره ټاون کې یو تن وژل شوی


هزاره ټاون، انځور له راشیفه
هزاره ټاون، انځور له راشیفه

د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

ژوبل تنان دا مهال د کوټې په سیول روغتونو کې تر درملنې لاندې دي، خو روغتیايي‌ حالت یې ښه نه دی.

د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر ماسختن شوې ده.

چیمه وايي، په دې پېښه کې یو ۲۳ کلن ځوان وژل شوی او هغوی ۱۱ کسان د شک په بنیاد نیولي دي.

هغه وايي، د پېښې پلټنې روانې دي، خو تر دې مهاله د پېښې اصلي علت نه دی معلوم.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۹مه چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او زخمیان یې له تشدد کونکیو ژغورل نو ځینو نامعلومو کسانو پر هغوی هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې ډي اېس پي ایاز حیدر او اېس اېچ او عزت الله هم ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG