د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په لوګر کې د افغان ځواکونو شپږ سرتېري له بنده ازاد کړي


د مې پر ۲۹مه طالبانو د لوګر په ولایت کې د افغان ځواکونو شپږ سرتېري چې هغوی سره بندیان وو، له زندانه خوشي کړي دي.

د مې پر ۳۰مه په لوګر کې د ملي اردو د لواء ویاند تورن احمد شکیل تسل مشال راډیو ته وویل، خوشي شوي سرتېري یادې لواء پورې اړوند وو، چې تېره شپه طالبانو خوشي کړي دي.

ده زیاته کړه، خوشي شوې طالبان دا مهال د لوګر په ملي امنیت ریاست کې دي.

نوموړي ونه ویل، چې طالبانو یاد کسان په کوم ځای کې خوشي کړي او دې سرتېرو څومره موده له طالبانو سره په بند کې تېره کړې ده.

احمد شکیل تسل همدارنګه وویل، تېره اونۍ د څرخ په ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري چې طالبانو سره بندیان ول، د هغوی له زندانه تښتیدلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG