د خیبر پښتونخوا د شخصي سکولونو مالکانو پر حکومت غږ کړی چې تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانېزي.
د مې پر ۲۸مه پېښور پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال د شخصي سکولو د ټولنې مشر نظر حسین وویل، د تعلیمي ادارو د بندېدو له وجې د زده کونکو وخت ضایع کېږي، استادان بې روزګاره کېږي او د سکولونو مالکان له مالي زیان سره مخامخېږي.
نوموړي وویل، که حکومت یې غوښتنه و نه منله نو په پراخو احتجاجونو به لاس پورې کړي.
خو بل لور ته، د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې چارواکي وايي، د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د تېر مارچ له ۱۳مې نېټې راهیسې اړ شوي چې د سرکاري سکولونو تر څنګ شخصي سکولونه هم وتړي.
د پاکستان وفاقي حکومت ویلي د جولای تر ۱۵مې به سکولونه بند وي.