د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرشد مې پر ۲۸مه وویل، کورونا وایرس نړۍ د قحطۍ سره مخ کولای شي او په دې اړه د نړیوالو مرستو اړتیا ده.
نوموړي د مې پر ۲۸مه یوې لوړ پوړې غونډې ته په وینا کې وویل، کورونا وایرس نړۍ، د لوږې او بې روزګارۍ له وجې، له بې سارې تباهۍ او کړاوونو سره مخامخولای شي.
ګوتېرش د دغه صورتحال د مخنیوي لپاره د سم لاسي نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.
کورونا وایرس چې د تېرکال په اخره کې یې له چینه سر راپورته کړ، د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې ۵۹ لکه زیات کسان وهلي او درې نیم لکه زیات یې وژلي او ۲۴ لکه ترې پاخه شوي دي.