د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ډېرې چای خانې د نا امنۍ له وجې تړل شوې دي


کراچۍ - که د کراچۍ ښار صدر بازار دی یا طارق روډ، جوړیا بازار دی یا بولټن مارکیټ او یا هم د ښار لرې پرتې سیمې؛ په هره برخه کې د سړکونو پرغاړو د چایو هوټلونه په نظر راځي.


د هوټلونو له لوحو، د سکرو له نغرو او یا هم د هوټل مخې ته ځوړند چاینکونه دا ښيي چې دا چای خانې د پښتنو دي.

د دغو هوټلونو کره شمېر له کومې ادارې سره نشته خو د تخمینې له مخې د کراچۍ ښار په بېلا بېلو برخو کې لسګونه زره چای خانې موجودې دي.

عبدالسلام د پښین د نالۍ کلي استوګن دی. نوموړی د کراچۍ په حیدري سیمه کې د چایو سماوار لري. هغه وایي، د دوی د سیمې زیاتره خلک په کراچۍ کې چای خانې لري.

((زیاتره هوټلان، د پشین، ژوب او کلا عبدالله سیمې د خلکو دي. زموږ چای خلک ډېر خوښوي. سېندیان، کچیان، اردو ژبې والا، پښتانه ګرده زموږ هوټلانو ته د چایو څښلو لپاره راځي، زموږ د سیمې د خلکو داسې هوټلونه شته چې پینځه منه شیدې پکې ووځي.))

د چایو په یو هوټل کې له پینځو تر ۲۰ پورې کسان کار کوي چې ماشومان هم پکې شامل وي.

د پښین ۱۰ کلن مصطفا هم د چایو په هوټل کې کار کوي. د ده په ګټلو پیسو، په وطن کې د کورنۍ ورځنی ژوند روان دی:

((زه پر [مېز] ګاهک ته اوبه ږدم او تپوس ترې کوم چې څه خورئ؟ هغه د چایو، پراټې یا [هګۍ] راته ووایي. زه استاد ته ددې ارډر ورکړم او چې تیار شي د ګاهک مخې ته یې یوسم. ماته ۳۰۰۰ روپۍ هره میاشت راکوي. دا زه کور ته استوم، هلته زما مور، پلاراو وروڼه، خویندې دي.))

له تېرو څو کلونو راهیسې په کراچۍ کې زیاتې شوې نا امنۍ په کراچۍ کې د هوټلونو کاروبار هم زیانمن کړی او پر ځینو هوټلونو شویو حملو یو شمېر هوټل چلوونکي وژلي او ژوبل کړي هم دي.

د اختر جان په نوم یو تن وایي دوه کاله مخکې یې هوټل وو، خو اوس د وچې مېوې رېړه چلوي، ځکه چې د نا امنۍ له وجې یې د هوټل کار پریښی دی:

((ما په کورنګۍ کې هوټل لرلو، ډېرې کیسې دي خو یوه دا ده چې ځینې کسان به هره ورځ هوټل ته د چایو لپاره راتلل، کله کله به ورته پیسې هم پاتی کیدې. یوه کس پسې یو وخت ۲۰۰۰ ته ورسېدې. زه مجبور وم، پیسې مې ترې وغوښتې. هغه راته تماچه ښکاره کړه او ویې ویل چې تا ته ۲۰۰۰ درکوم نو ولې درته د ۵۰ روپیو [مرمۍ] نه دارو کوم؟))

خو بل هوټل چلوونکی عبدالسلام وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په کراچۍ کې د امن وضع ښه شوې ده او د دوی ډېری کلیوالو بند کړي هوټلونه بېرته خلاصول پیل کړي دي:

((اوس دا درې څلور میاشتې وشوې، زموږ د سیمې د خلکو چې څومره هوټلان بند شوي ول، هغه بیرته خلاص شوي دي، خلکو نورې اضافي هوټلې هم خلاصې کړي دي. اوس وېره کمه شوې ده او هړتالونه هم کم شوي دي.))

د چایو د هوټلونو مالکان وایي، په امن کې نه یوازې دوی ته د سر و مال زیانونه کم شوي بلکې بند شوي کاروبارونه هم بېرته خلاصېدل پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG