د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بین‌الافغاني خبرو د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو ټینګار


د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو وېډیو کنفرانس
د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو وېډیو کنفرانس

د افغانستان، امریکا او ازبکستان استازو د بین‌الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د وېډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړې.

د دې درې اړخیزې غونډې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي، موافقه وشوه چې بین‌الافغاني خبرې ژر پيل شي ترڅو په‌کې پر سرتاسري اوربند او د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې پر یوې سیاسي نقشې بحث وشي.

د غونډې برخه‌والو د اختر د درې ورځني اوربند د ادامې هیله کړې او ټینګار شوی دی چې بیا امنیتي وضعیت تر اوربند مخکې وخت ته ستون نه‌شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG