د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس لاتینې امریکا ته مخه کړې


برازیل کې د کورونا وایرس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه
برازیل کې د کورونا وایرس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي او ډېرو هېوادونو په بندیزونو کې نرموالی راوستی دی، خو لاتینې امریکا ته دې وایرس مخه کړې ده.

د دې لویې وچې تر ټولو ګڼ نفوس هېواد برازیل سخت ځپل شوی دی.

په امریکا کې ټولو ایالتونو بندیزونه نرم کړي او په همدې حال کې وروسته له هغه چې په اروپا کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې کمې شوې اروپايي هېوادونه د خپلو پولو په پرانیستلو غور کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کورونا وایرس د دوهمې څپې خطر شته.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG