د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس ټېسټونه زیاتوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا صحت محکمې مشر ډاکټر اکرام الله وايي، په صوبه کې د کورونا وايرس ټيسټونه يې تر نورو وختونو زيات کړي دي.

ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په لومړي سر کې یې ټول ټيسټونه اسلام اباد ته لېږل خو اوس ۱۲ سرکاري ليبارټریانې او شاوخوا درې شخصي هغه یې د کورونا وايرس ټيسټونه کوي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې روغتياپالان د کورونا وايرس د ټيسټونو زياتولو غوښتنه کوي.

د هېواد د سرکارې ويبپاڼې ترمخه د مې تر ۲۷مې په هیواد کې د نېږدې پنځوسو زرو کسانو ټيسټونه شوي دي.

د ويبپانې ترمخه په تېرو ۲۴ ګېنټو کې له اتو زرو زيات د کورونا وايرس ټيسټونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG