د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان واڼه کې یو ځايي مشر ټپي شوی


د جنوبي وزیرستان په واڼا کې د مې پر۲۶مه سهار د نا پیژندل شویو وسله والو په ‌ډزو د سیمې د امن کمیټۍ یو ځايي مشر تحصیل خان زخمي شوی دی.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په موټر کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تحصیل خان په موټر ډزې پیل کړی چې پکې د هغه ورور وژل شوی دی خو تحصیل خان پکې زخمي شوی دی.

پولیسو وویل، د نوموړي حالت له خطره بهر دی خو ښايي له واڼه بل روغتون ته و لېږل شي.

پوليس وايي، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG