د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د الوتکې پېښې پلټنه روانه ده


ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې د ملبې سره ولاړ دي.
ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې د ملبې سره ولاړ دي.

د پاکستان د الوتکو پېښو د پلټنو بورډ په کراچۍ کې د راغورځېدلې الوتکې په اړه تحقيقات پيل کړل.

د پاکستان هوايي شرکت پي ای ايې الوتکه د مې پر ۲۲مه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه، چې د کراچۍ هوايي ډګر سره نېزدې په یوه رهايشي سیمه کې ولوېدله.

د پاکستان سرکاري راډيو د مې پر ۲۵مه خبر ورکړې چې ۱۰ کيسزه تکنيکي پلټنیزه ډله د پېښې له ځایه شواهد راغونډوي.

د پي ای اې وياند ويلي دي چې د الوتکې لوېدلو بې طرفه او شفافه پلټنو لپاره به په ډله کې د هوايي شرکت غړي شامل نه وي.

د کراچۍ په ماډل کالوني کې چېرته چې دغه الوتکه راغورځېدلې وه، په پېښه کې اوه نوي ۹۷ کسان وژل شوي وو او تراوسه له هغه ځایه ۳۹ مړي راویستل شوي دي.

بلخوا د مسافرو الوتکو جوړونکي کمپني ايربس یوه ډله د مې پر ۲۵مه کراچۍ ته رسيدلی او د پېښې پلټنو کې به له متعلقه ادارو سره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG