د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا چیف سېکرېټري کورونا وایرس وهلی


د خېبر پښتونخوا چيف سيکريټري او د پنجاب يو صوبايي وزير په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا وزيراعلی، محمود خان نن د مې په ۲۵مه په ټويټر ليکلي چې چيف سيکريټري ډاکټرکاظم نياز د کورونا وایرس پر ضد کار کاوه.

بلخوا د مې په ۲۴مه، د پنجاب د ليک لوست يا خواندګۍ وزیر حافظ رشيد پر فېسبوک خپره کړې ويډيو کې ويلي چې په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته، ده ځان له نورو خلکو بېل کړی خو صحت یې مخ په ښه کېدو دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته شوو کسانو شمېر ۵۶ زره ۳۴۹ ته رسېدلی دی. د کورونا وايرس په اړه شمېرې خپرونکي سرکاري ويب سايټ ليکلي چې د مې تر ۲۴مې پورې له دې وايرسه ۱۱۶۷ کسان مړه شوي او اولس نيم زره ترې رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG