په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۵۶،۳۴۹ لوړ شوی دی.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په هغه هېواد کې د مې ۲۵مې تر سهاره، کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۱،۱۶۷ کسان وژلي خو ورڅخه ۱۷،۴۸۲ جوړ شوي هم دي.
په عین وخت کې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰،۵۸۲ ته لوړ شوی دی.
د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې ۲۵مې تر سهاره په هغه هېواد کې ټول ۲۱۸ کسان له ناروغۍ مړه شوي او ۱،۰۷۵ ورڅخه رغېدلي دي.