د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري: د سپوږمۍ جنترۍ له مخې د مې ۲۴مه د اختر ورځ ده


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير وايي، د هغوی د وزارت لخوا د جوړې کړل شوې سپوږمۍ جنترۍ له مخې په پاکستان کې د مې پر ۲۴مه د وړوکي اختر ورځ ده.

فواد چودري په اسلام اباد کې د مې پر ۲۳مه خبري غونډې ته وويل چې په سانګړ، پسنۍ، جيونۍ، بدين او ټټه کې د مې د ۲۳مې په ماښام د مياشتې د ليدو امکان دی.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د مې پر ۲۲مه د پېښور قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزي وار له مخې اعلان کړی چې د مې پر ۲۴مه به په پاکستان کې د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

هلته د پاکستان حکومتي رويت هلال کميټۍ به د مې پر ۲۳مه ماښام په کراچۍ کې د اختر مياشتې لېدو لپاره غونډه کوي.

خو فواد چودري وويل چې وزیر اعظم دفتر ته يې وړانديزونه لېږلي چې د نورو اسلامي هېوادونو پشان پاکستان کې هم د مې پر ۲۴مه، د وړوکي اختر ورځ ده.

تر دې په وړاندې کلونو کې لیدل شوي چې د روژې او وړوکي اختر پر سر د اختلاف له کبله په خیبر پښتونخوا کې په یوه او په نور پاکستان کې په بله ورځ اختر وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG