امریکا د چین تر۳۰ زیاتې کمپنۍ او ادارې په اقتصادي تور لېسټ کې اچولې دي.
دا خبر د مې پر ۲۲مه د امریکا د تجارت وزارت پر ویبپاڼه ورکړل شوی دی.
خبر لیکي چې په دې کې د چین یو حکومتي اداره او اته کمپنۍ هم شاملې دي.
پر هغوی تور پورې شوی دی چې د چین په لویدیځ کې یې په سینک یانګ کې د اېغور مسلمانانو او نورو لږکیو پرضد له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.
دا د دې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تازه ګام ګڼل کېږي چې له اېغور مسلمانانو سره د چلند پر سر چین ته سزا ورکړي او هغه کمپنۍ په نښه کړي چې ښايي د چین له پوځ سره همکاري کوي.