د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولې خواوې دې په افغانستان کې شخړې کمې کړي: خلیلزاد


له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د زلمي خلیزاد لیدنه
له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د زلمي خلیزاد لیدنه

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې پر ټولو خواو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړي او ویلي یې دي چې د جګړې له وجې بې ګناه افغانانو ته ډېر زيات زیانونه رسېدلي دي.

خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته د مې پر۲۰مه کابل ته ولاړ.

نوموړي په داسي حال کې د کابل سفر کړي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالي راغلي او دې پېښو د فبرورۍ په میاشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ کړې موافقه له ګواښونو سره مخامخ کړې ده.

خليلزاد په ټویټر پاڼه وویل چې د طالبانو مشرانو دې هوکړې ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.

او زیاتوي پر طالبانو یې ږغ کړی چې باید په تاوتریخوالي کې کموالی راشي.

د مې پر ۱۹مه په افغانستان کې په دوو جوماتونو کې په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي ول خو طالبانو له بريد انکار کړي وو.

يوه اونۍ وړاندې په کابل کې پر روغتون برید کې چې ۲۴ کسان په کې وژل شوي ول، او هم په هغه ورځ په ننګرهار کې په جنازه کې ځانمرګي برید لسګونه تنه مړه او ژوبل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG