د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو لوګر کې د پنځه وسله والو د وژلو ادعا کوي


په لوګر کې د افغان ځواکونو عملیات
په لوګر کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د خوښۍ په ولسوالۍ کې د یو سرګروپ په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د مې پر ۲۰مه د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د خوښۍ ولسوالۍ د فتحې خېلو په سیمه کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې ده.

ده وویل، په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

شاپور احمدزي زیاته کړه،تېره شپه د خوښۍ په ولسوالۍ کې دوه کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور هم نیول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG