د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جمعې پس د ټولبند سرغړوونکي نه زغمو: خیبر پښتونخوا حکومت


د رېل کاډي یو افسر تر سپرېدو مخکې د مساپرانو تبه ګوري. ۲۰۲۰، ۲۰ مې
د رېل کاډي یو افسر تر سپرېدو مخکې د مساپرانو تبه ګوري. ۲۰۲۰، ۲۰ مې

پراګ: په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شميره د نورو مياشتو پرتله په مې کې په زياتېدو ده، د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، له جمعې ياني د مې له ۲۲مې وروسته به تر يوې هفتې پورې مکمل ټولبند (لاک ډاون) وي او په دې کې به هېڅ قسمه رعايت نه کوي.

صوبايي حکومت دا څرګندونې په داسی وخت مخي ته راغلي چې دا ويره څرګنديږي چې د اختر په موقع به خلک د ګنې ګونې ځايونو ته ورځې چې د کورونا وايرس د خپريدو خطر زیاتولی شي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزي، د مې په ۲۰مه، مشال راډيو ته وويل چې د اختر ورځي لپاره حکومت اقدامات اعلان کړي چې د اختر لمونځ به په لویو ميدانونو کې کېږي.

ده وويل: (د اختر لپاره یې د اقداماتو عملي کولو کړنلاره [ايس او پي] جاري کړې ده. خلکو ته یې ويلي دي چې د اختر لمونځ دې په لویو ميدانونو کې وکړي. سماجي فاصلې دې وساتي. کور کور ته پيغام رسول شوی دی چې کورونا وايرس څومره خطرناکه دي. دا وايرس به تر اوږدې مودې پورې وي، د دې له وجې په ټولبند کې لږه نرمۍ راوستل شوې خو له اختر وروسته به تر يوې اونۍ پوري بشپړ ټولبند وی. له هغې وروسته به هم د وايرس مخنيوي لپاره نوره سختي کوي.)

شوکت يوسفزي دا خبره په داسي حال کې کړي چې په پاکستان کې [د مې تر ۲۰مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۶،۹۱۵ ته رسېدلی دی. بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۰۰۳ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي چې شمېر يې ۳۴۵ ته رسېدلی. بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې ۱۳ زره کسان ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ په مياشت کې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره ټولبند اعلان کړي و چې شاوخوا دوه مياشتي وروسته يې په مرحله وار توګه په کې نرمې راوسته.

د ساینس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري د مې په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره يې اقدامات پورته کړي دي خو د سپريم کورټ فيصلې ځيني مسلې پېچيلې کړي دي.

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس په مشري بينج د ګل په ورځ د يوې اونۍ لپاره د شاپنګ مالونونو د پرانستو حکم کړی وو.

وفاقي وزير فواد چودري وويل چې له حکومت سره سره په ټولنه کې د مشرانو هم ذمه واري جوړيږي چې د اختر ورځ او له هغه پس هم د دې وبايي حالت مخنيوي لپاره کردار ترسره کړي.

ده وويل: ( زموږ وزيراعظم له لومړۍ د محتاط ټولبند خبره کوله. د دې مطلب دا دی چې تاسو د کورونا وايرس مخنيوي لپاره اعلان شوي اقدامات عملي کړئ. خو له تيرو دريو ورځو راهيسي داسي حالات جوړ شوي دي چې سپريم کورټ يوه فيصله ورکړي ده. دې سره به ټول بازارونه خلاص شي او دا به حالات پيچيده کړي. حکومت په زوره د کړوړونو ابادي باندي دا خبره نشي عملي کولي. د ولس خوښې بغير دا خبره ممکنه نه ده.)

په پاکستان کې د کورونا وايرس مخنيوي لړ کې ډ ټوليني مشرانو په وار وار خلکو کې پوهاوي لپاره مختلفې لاري چاري خپلي کړي دي. په مومندو کې يو مشر ګل شاه مومند د مې په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې په قبايليو کې د ملک نورو برخو پشان لوی بازارونه نيشته او هلته خلک د وايرس مخنيوي لپاره ټول احتیاطي تدابیر خپل کړي دي.

ده وويل ( زه خپل قبايلي ورونو ته خواست کومه چې تاسو سماجي فاصلو ډير زيات خيال وساتي. تاسو جماعتونو ته په کم شمير کې لاړ شئ. د اختر لمونځ واجب دي فرض نه دي نو ځکه خلک دې په کم تعداد کې جماعتونو ته لاړ شي او په لوی ميدانونو کې د لمونځ وکړي.)

ګل شاه مومند په خلکو غږ وکړ چې د اختر ورځي په مناسبت بازارونو او اديرو ته له تلو ډډه وکړي. بلخوا د اورکزو يو قبايلي مشر محمد علی اورکزي د مې په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې بايد ټول خلک د اختر ورځ او لمانځه کې هم هغه احتياطي تدابير خپل کړي چې مخکې يې خپل کړي وو. دوي وويل چې د روايتو ژوندي ساتلو نه زياته ضروري خبره د روغ صحت ده.

له رواياتو ضروري خبره د روغ صحت ده


ده وويل: ( موږ به په جماعتونو کې اعلانونونه وکړو چې د اختر لمونځ او د دې وروسته احتياطي تدابير خپل کړي. خپلو کې به روغ بړ ډډه وکړي. دا اختر د نورو وختونو بدل دی. زموږ دود دې چې د اختر په ورځ راغونډيږي نو دا ځل دې له دې ډډه وکړي.

د کورونا وايرس تر خوريدو وروسته د پاکستان او صحت نړيوالو ادارو په وار وار پر خلکو غږ کړي چې له ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تلو ډډه وکړي او د سماجي فاصلو ډير زيات خيال وساتي.

د صحت نړيواله اداره وايي، د کورونا وايرس مخنيوي لپاره ماسکونه واچوي او لاسونه بيا بيا ونځي.

XS
SM
MD
LG