د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا پروړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت چلند


پېښور ښار، ۲۰۲۰ ز کال ۱۱م مې
پېښور ښار، ۲۰۲۰ ز کال ۱۱م مې

د خيبر پښتونخوا ګورنر د روانې مې مياشتې پر ۱۲مه د ۲۰۲۰ وبا مخنیوي او بیړنۍ مرستې"اېپیډېمک کنټرول اېنډ اېمرجنسي ريليف 2020" په نوم يو فرمان لاسلیک کړ.

د صوبې حکومت د دې لپاره چې د کورونا وبا مخنيوی او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي، ضلعي انتظاميو ته د قرمان یا ار‌‌‌‌‌‌ډيننس عملي کولو ويلي دي.

د صوابۍ ضلعې ایډیشنل ‌‌‌‌‌‌ډپټي کمېشنر ګوهر خان مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل، صوبايي حکومت د مې پر 18مه ضلعي افسرانو ته نور اختيارات هم ورکړل چې له کورونا وايرسه د حفاظتي لارښونو د سرغړونکو پرضد سخته کارروايي وکړي.

''صوبايي حکومت د ۱۴- اې ترميم په ترڅ کې اسېسټنټ کمېشنر او د هغه مرستيال افسر ته دا ويل شوي چې په هر ځاې کې، که د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر کلينک دی، که بازار او يا هم هوټل، چې له پنځو کسانو زيات چيرته غونډېږي نو پر ضد يې کار روايي وکړئ. درو مياشتو پورې د بند سزا يا ۵۰۰۰۰ روپۍ جرمانه. دا هر څه د کورونا وبا د مخنيوي لپاره دي.''

پاکستانيو رسنيو د خيبر پښتونخوا حکومت په حواله ويلي، په نوي ايمرجنسي رېليف ار‌‌‌‌‌‌ډيننس کې د ځينو وار له مخه موجوده قوانينو، په تېره د قدرتي ناورينونو سمبالولو ادارې اېن ‌‌‌‌‌‌ډي اېم اې ۲۰۱۰ قانون څخه مرسته اخيستل شوې.

حکومت دا هم ويلي، د دې لپاره چې د کورونا اوسنی وبايي حالت په زياته موثره توګه کنټرول شي، په ار‌‌‌‌‌‌ډيننس کې د کارولو پر وخت په قوانينو کې ځينې تراميم هم شوي دي.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د " نيشنل ډېزاسټر مينېجمنټ خيبرپښتونخوا ترميمي بل په نوم يو قانون د ۲۰۱۹ ز کال د اګست پر ۲۸مه پاس کړی وو.

د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي نيشنل پارټۍ پارليماني مشر سردار حسين بابک د حکومت لخوا د ار‌‌‌‌‌‌‌ډيننس جاري کولو اقدام غندي.

نوموړی وايي، حکومت پرته له دې چې په اسمبلۍ کې له موجودو سياسي ګوندونو سره سلا مشوره وکړي، هوايي خبرې او کارونه کوي.

''په ټوله نړۍ کې حکومتونو په روزمره بنياد د کورونا وبا له لاسه د جوړ حالت د جاج اخيستو لپاره بااختياره کمېټې جوړې کړې. دغه حکومتونه ولس ته ريليف ورکوي، روغتيايي خدمات ورته وړاندې کوي، د عامه پوهاوي پروګرامونه چلوي، رسنۍ يې ازادې پرېيښي. له بده مرغه زموږ په برخه هم په مرکز او هم صوبه کې داسې حکومتونه رسېدلي چې هېڅ انتظام ورسره نشته. دوی اوس خلک تنګوي، جرمانې پرې لګوي او جېلونه ته يې لېږي. خو ولس خو د چا زوز نه مني. خلک اوس هوښيار دي او حکمرانان يې په تشو تورو خبرو نشي غولولی.''

خو په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د پېښور د خلکو يوه استازې عايشه بانو، چې د حکمران ګوند تحريک انصاف غړې ده، وايي چې حکومت د سپريم کورټ د سپارښتنو پر اساس ار‌‌‌‌‌‌ډيننس جوړ کړی او هڅه کوي چې د صوبې خلکو ته مرستې ورسوي.

''د هر يوه کار لپاره يو قانوني بندوبست ته اړتيا وي. دا ار‌‌‌‌‌‌ډيننس ځکه ضروري وو چې د صوبې حکومت له همدې لارې کولای شول د کورونا وايرس ضد مبارزې په اړه د سپريم کورټ لارښونې عملي کړي. که يو کس په کورونا وايرس اخته دی او له روغو خلکو جلا کېدو ته تيار نه دی، خو بايد زبردستي ورسره وشي او د عامو خلکو صحت او ژوند وژغورل شي. له کورونا وبا سره به موږ ټول په شريکه مبارزه کوو.''

تر خيبرپښتونخوا مخکې د پنجاب حکومت د مارچ پر ۲۷مه ورته يو ار‌‌‌‌‌‌ډيننس جوړ او عملي کول پيل کړل.

د دې نوي ار‌‌‌‌‌‌ډيننس تر مخه، له حکومت سره اختيار دی چې کورونا وايرس وهلي کسان په ايسولېشن مرکزونو کې وساتي، د وبا په صورت کې پر ولسي غونډو بنديز ولګوي، او د يوه ناروغه کس په اړه د هغه د کورنۍ له مشر، روغتيايي کارکوونکي او يا هم د تعليمې ادارې له يوه مشر پوښتنې ګروېږنې وکړي.

په ريليف ايمرجنسي ار‌‌‌‌‌‌ډيننس کې د شخصي سکولونو له مالکانو غوښتل شوي چې په خپلو فيسونو کې له ۱۰ نيولې تر ۲۰ فيصده کمی وکړي.

د خيبرپښتونخوا د ۲۰۲۰ وبا مخنیوي او بیړنۍ مرستې فرمان تر مخه، د صوبې د سرکاري افسرانو اوه بېلا بېلې ‌‌‌‌‌‌ډلې مکلفې ګرځول شوي چې اړمنو خلکو ته له قانون سره سم خدمتونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG