دا خبره د پاکستان د رېلوې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وکړه او زياته يې کړه چې وزير اعظم عمران خان د وضع کړل شويو احتياطي تدابيرو په خپلولو سره د ۳۰ رېل ګاډو د چلولو منظوري ورکړې ده.
د نوموړي په وينا که حالات تر ۳۱م مې پورې ښه ول نو د جون له لومړۍ نېټې به ټولې رېل ګاډې چلوي.
شېخ رشيد زياته کړه چې د مساپرو خپلوان دې د هرکلي يا مخې ښې لپاره د رېل ګاډو تمځايونو ته نه ورځي.
په پاکستان کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې رېل ګاډي بند شوي دي.