د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۳۹۰۰۰ پورته شو

په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.
په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.

په پاکستان کې د مې پر ۱۶مه په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۳۹۴۷۳ زره ته رسېدلی او د مړو هغه ۸۴۷ ته پورته شوی.

د پاکستان ډان او نورې رسنۍ وايي، په خېبر پښتونخوا کې ۵۶۷۸، سند کې ۱۵،۵۹۵، پنجاب کې ۱۴،۲۰۱ او بلوچستان کې ۲۴۵۷ کسان کورونا وهلي دي. بلخوا هلته له دې ناروغۍ له ۹۶۰۰ زيات رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د تېرکال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو او د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د نننيو شمېرو ترمخه تر دې دمه يې په نړۍ کې څه باندې درې لکه اوه زره کسان مړه کړي او تر ۴۵ لکه زیات کسان په اخته شوي دي. بلخوا له دې وايرسه تر ۱۷ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG