د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې به ژر کورونا وایرس ضد دارو جوړ شي: ډاکتر ظفر مرزا


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

صحت لپاره د وزيراعظم عمران خان سلاکار دعوی کړې چې د کورونا وايرس ضد دارو ريميډيسېور به ډېره ژر په پاکستان کې جوړېدل پيل شي.

د جمعې پر ورځ (د مې په ۱۵مه) په اسلام اباد کې ډاکتر ظفر مرزا خبري کانفرس ته وويل، د امريکا يوې ملټي نيشنل کمپنۍ ګيليډ تیار کړي دارو ريمډيسېور یې د کورونا وایرس پر ناروغانو ازمویلي چې د نوموړي په خبره ډېرې ښې نتيجې یې ورکړې وې. دی وايي چې په امریکا کې د دې دارو په کارولو سره د کورونا ناروغانو په شمېر کې ۳۰ فیصده کمی راغلی دی.

ډاکټر ظفر مرزا وويل حکومت یې په دې هڅه کې دی چې دا دارو په پاکستان کې ژر تر ژره جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې په هېواد کې دننه يوې کمپني په دې لړ کې ډېرې هلې ځلې وکړې او په دې خبره يې حکومت قانع کړ چې دا دارو په ملک کې دننه تیارولی شي.

''ګيليډ کمپني په ټوله نړۍ کې يوازې پنځو کمپنيو ته د دې دارو جوړولو لايسنس ورکړی دی. دې لايسنس ته رضاکارانه لايسنس ويل کېږي او دا دارو به په پاکستان کې دننه يوه کمپنۍ تیاره وي. د دې ترڅنګ په جنوبې ايشيا کې څلورو نورو کمپنيو ته د دي دارو جوړولو لايسنس ورکړل شوی دی.''

د امریکا حکومت د ريمډيسيور په حواله ويلي وو چې، په تجرباتي توګه دې دارو له کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څخه په کم وخت کې د رغېدو په برخه کې هیلې ټوکولې دي


ظفر مرزا وویل چې د ريمډيسيور دارو تیاروه ول به تر اتو اونيو پورې وخت واخلي او دا دارو به په ستنه کې د کورونا وايرس ناورغانو ته لګول کېږي.

د صحت سلاکار زياته کړه چې د ريمډيسيور دارو به په پاکستان کې د کورونا ناروغانو ترڅنګ نورو ۱۲۷ ملکونو ته هم برامدوي. نوموړي په خبرو کې دا هم وويل چې په پاکستان کې د کورونا وايرس ناورغانو شمېره په لوړېدو ده او دا دارو به د دې درملنه کې ډېره زياته مرسته وکړي.

د پاکستان حکومتي چارواکې دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې په هېواد کې د مې ۱۵مې پوري د کورونا وايرس د ناروغانو شمير ۳۷۱۹۷ ته رسېدلی دی.

د سرکاري وبپاڼې ترمخه د مې تر ۱۵مېله کورونا وايرسه ۸۰۳ کسان مړه شوي او ترلسو زرو زيات پاخه شوي دي.

د شميرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې ۵۴۲۳، په بلوچستان کې ۲۳۱۰، په سند کې ۱۴۰۹۹، په پنجاب کې ۱۳۹۱۴ او د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير کې ۱۰۵ کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اپريل په ۲۹مه د امریکا حکومت د ريمډيسيور په حواله ويلي وو چې، په تجرباتي توګه دې دارو له کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څخه په کم وخت کې د رغېدو په برخه کې هیلې ټوکولې دي.


بلخوا د صحت نړيواله اداره وايي، چې د کورونا وايرس تر دې دمه حتمي علاج نه دي دريافت شوي. کورونا وايرس په اول ځل د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شوي وو. ځکه خو ورته COVDI 19 یانې کورونا وایرس ډیزیز -۱۹ ویل کېږي.

د امريکا جانز هاپکنز پوهنتون د شميرو ترمخه د مې تر ۱۵مې پوري په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېره ۴۴۴۴۶۷۰ ته رسېدله ده او دې ناورغۍتر درېوو لکو زيات خلک وژلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG