د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډي کوتل کې د افغانستان سلګونه وګړي ایسار دي


د پاکستان په مختلفو برخو کې ایسار شوي نور سلګونه افغان وګړي لنډي کوتل ته رارسیدلي، او غواړي په تورخم دروازه افغانستان ته واوړي،خو چارواکي وایی دغه دروازه د مارچ ۱۶ نیټې راهیسې د کرونا وایرس د خپریدو د مخینوي لپاره تړلې شوه ده.

دا افغان وګړي وایی دلته په جماتونو او بازارونو کې دیره شوي او په دې روژه کې سختو مشکلاتو سره مخ دي.

په دې کې یو تن ګل محمد وایي: )د کندوز ولایت یم ځه فیصل آباد نه لنډي کوتل ته راغلم چې په تورخم افغانستان ته واوړم خو لار تړلې ده،پینځه دیرش زره روپۍ مو ګاډی وکه او دلته راغلو، خرچه راسره ختمه شوې،ماشومان میرمنې او سپین ږیري دي راسره، څه لګ ډير کومک راسره شي خو دا ناکافي دې، پیشمني او روژه ماتي کې مو ډير خوراک ته اړتیا ده، پکار ده دا لار خلاصه کړل شي چې خپلو کورنو ته ستانه شو.)

جنت رحمان وایي: (د خوست یم په ملتان کې په کاغدو کارخانه کې ووم دلته راغلې یم ډير په تکلیف کې یو پکار ده نور مو پریږدي اختر راروان دی.)

شاداب خان وایي: (ګرمي ده، په جمات کې پراته یو کله بجلي وي او کله نه، روژه ده ډیر مشکل سره مخ یو.)

د خیبر انتظامي چارواکي وایی چې د اپریل ۱۷ نیټې نه په دې وروستو کې په پاکستان کې ایسارو شوو افغان وګړو لپاره درې وارې دغه د تورخم دروازه خلاصه کړل شوه او په زرګونه افغان وګړي پرې واوختل خو د دوي د راتګ لړۍ نه ختمیږي،او دا خلک به په مرحله واره توګه افغانستان ته اړوي.

د خیبر ډپټي کمشنر وایی چې دوي ته افغان حکومت ویلي په زیاته شمیره کې به کسان نه راپریږدئ، نو که دوي یی اوغواړي نو مونږ به یی ورپریږدو.

د خیبر ضلعې ځایی ولس غوښتنه کړې چې دوي په لندي کوتل بازار کې جمع شوو افغان وګړو د شتون له امله اندیښمن دي ځکه دلته ترې د کورنا وایرس د خپریدو خطر زیات شوې،او دواړو حکومتونو له پکار ده د دغې خلکو اړولو لپاره واضحه پالیسي اعلان کړي او مخصوصې ورځې ورته وټاکي.

XS
SM
MD
LG