د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وګومارل: سقیم


سید شاه سقیم
سید شاه سقیم

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم د مې پر۱۴مه شپه په دې اړه آزادۍ راډیو وویل، "تورنجنرال محمد نبي احمدزی د زابل، محمد اجمل شاهپور د لوګر، نورمحمد کوهنورد د غور، سید انور رحمتي د بامیان او محد ضیا همدرد د دایکنډي د نویو والیانو په توګه ګومارل شوي."

افغان حکومت تراوسه د لیرې شویو والیانو د لیرې کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

سقیم زیاتوي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري چې نوي والیان به خپل دندې په ښه توګه ترسره کړي، د دولتي واکمنۍ لمن به لیرې پرتو کلیو ته وغځوي او په ټولو سیمو کې د انډول پرمختګ امکان به برابر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG