د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د کورونا وايرس ضد ازميښتي درمل کارولو منظوري ورکړې


درمل (ارشيف)
درمل (ارشيف)

امریکا د کویډ ۱۹ د درملنې لپاره په بيړنیو حالاتو کې د یو ازمیښتي درمل د استعمال منظوري ورکړې ده.

چارواکي وايي، ازموینو ښودلې چې دا درمل د کورونا وایرس له ناروغانو سره په زر رغیدو کې مرسته کوي.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان د مې پر لومړۍ نېټه له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ریم ډیسیویر په نوم دا درمل به یوازې په بیړني حالت کې په روغتونو کې دننه استعمالېږي.

د نتایجو له مخې دا دارو په نړۍ کې له زرو زیاتو کسانو ته ورکړل شوي او د کورونا وایرس د ناروغانو د ښه کېدو موده یې له ۱۵ ورځو نه ۱۱ ورځو ته کوزه کړې ده.

چارواکي وايي دا دارو به د مې له څلورمې د امریکا په روغتونونو ویشل کېږي.

د کورونا وایرس له امله د کېدونکې ناروغۍ کوویډ ۱۹ مستند علاج یا حفاظتي‌ واکسین نشته نو ځکه په دغه درملو کې دلچسپي زیاته ده.

دا وایرس ضد دارو په کیليفورنیا ریاست کې یوې کمپنۍ ګیلي‌ ایډ جوړ کړی. د دغه کمپنۍ‌ مشر ډینییل او ډې دا یو مهم ګام بللی دی‌.

په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره تر لیدو پوروسته ډینییل او ډې وویل چې کمپنی به یې د دوا ۱۵ لکه بوتلونه خيراتي ورکوي چې د کوویډ ۱۹ لږ تر لږه یو لک ۴۰ زره ناروغانو د علاج لپاره به کافي وي.

د امریکا د خوړو او درملو د انتظام له ادارې سره واک شته چې په بیړنیو حالاتو کې د هغه درمل د استعمال اجازت ورکړي چې د حفاظتي کارونې او اغېز په اړه یې معلومات کم وي.‌

روانه اوونۍ په نړیواله کچه پر زرو کسانو شوې د یوې ازموینې خپره شوې نتیجه ښيي چې ریم ډسي وییر درملو په کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسانو درملنه د ۱۵ ورځو پرتله ۱۱ ورځو ته کمه کړې ده.

دغه څیړنه چې د پراخېدو په حال کې ده، ښيي‌ چې په هغو کسانو کې د مړینې کچ هم کم و چې دغه درمل يې استعمال کړي وه.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ويلي ریم ډسي ‌وییر چې د ستنې له لارې مریضانو ته ورکول کیږي، د مې له څلورمې نېټې څخه به په روغتونونو کې داخلو مریضانو ته ور رسول کېږي.‌ د امریکا د خوړو او درملو ادارې یوازې د هغو مریضانو لپاره د درمل کارولو اجازه ورکړې چې زښت ناروغه وي او ورته د اکسیجن ضرورت وي.

د کوویډ ۱۹ په نوم نوي کورونا وايرس په نړۍ کې تر ۳۳ لکه زيات کسان اغیزمن کړي او تر دوه لکه ۴۰ زره زیات کسان ورڅخه مړه شوي هم دي.‌ امریکا له کورونا وایرسه تر ټولو زیات متاثره هیواد دی چې پکې تر ۱۱ لکه زيات کسان په اخته شوي ‌او شا او خوا ۶۶۰۰۰ کسان ورڅخه مړه شوي‌ دي.‌

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG