د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ډاکټرانو پر ګڼه ګوڼه اندېښنه ښودلې


ټولبند کې تر نرمۍ وروسته د مینګورې بازار کې ګڼه ګوڼه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

ټولبند کې تر نرمۍ وروسته د مینګورې بازار کې ګڼه ګوڼه

له هغې راهيسې چې د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وبا د خورېدو مخنیوي لپاره په لګول شوي ټولبند کې نرمي اعلان کړې، د صوبې د لويو ښارونو په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د مخکې په څېر سېوا شوې.

دې وضيعت د پېښور د لويو هسپتالونو ‌‌‌‌‌‌انتظامي افسران او هلته کارکوونکي ډاکټران اندېښمن کړي چې د خلکو د احتياط نه کولو له وجې ښايي د کورونا ناروغانو شمېر ‌‌‌‌‌‌زيات او د دوی لپاره يې درملنه ګرانه شي.

د پېښور د تر ټولو لوی (لیډي ریډنګ) هسپتال وياند محمد عاصم وايي، په روغتون کې یې د کورونا ناروغانو لپاره ۲۰ بستريزه کمپليکس ځانګړی کړی دی چې پکې ای سي يو، اېچ ‌‌‌‌‌‌ډي يو او وېنټيليټرې دي.

د مېنګورې بازار
د مېنګورې بازار

د مې پر ۱۳مه له مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو سره په خبرو کې ډاکټر عاصم وویل: ''دا وخت یې په روغتون کې کورونا وهلي ۴۷ ناروغان بستر دي. د سېشنبې/نهې په ورځ ځینې ناروغان له ښه کېدو سره سم کور ته له رخصتولو وروسته ‌‌‌‌‌‌ډېر خوشاله ول، خو ۱۰ نور ناروغان راغلل. دا چې لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون ختم شوی دی نو خلکو بازارونو ته مخه کړې. دې حالت ته په کتو د هسپتال انتظاميه او ‌‌‌‌‌‌ډاکټران په ویره کې دي، هسې نه چې د ناروغانو شمېر سېوا او درملنه يې ګرانه شي."

هم په لیډي ریډنګ روغتون کې د يوه کنسلټنټ سرجن په توګه کارکوونکی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عطاالله عارف وايي، که خلکو له کورونا وايرسه د ځان ساتنې تدابير سم عملي نه کړل نو ‌‌‌‌‌‌ډېر نقصان به وشي.

" په پاکستان کې په تېرو ۱۲ ورځو کې د کورونا ناروغانو په شمېر کې اضافه ليدل شوې او هره ورځ تقريباً ۳۰ ناروغان مړه شوي دي.

دا سمه ده چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون نرم شوی، خو زه له تېرو دوه درو ورځو راهيسې ګورم چې زموږ په صوبه او په تېره پېښور ښار کې خلکو حفاظتي تدابير بېخي هېر کړي دي. زه د يوه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر په حيث دوی ته وايم چې کورونا ګپ و نه ګڼي، کنه نو ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک به متاثره او هسپتال ته راشي. زموږ هسپتالونه د زيات شمېر ناروغانو د درملنې زور نه لري او لويه تباهي به وشي."

په لیډي ریډنګ روغتون کې د يوه کنسلټنټ سرجن په توګه کارکوونکی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عطاالله عارف وايي، که خلکو له کورونا وايرسه د ځان ساتنې تدابير سم عملي نه کړل نو ‌‌‌‌‌‌ډېر نقصان به وشي.


تر لیډي ریډنګ او حيات شهيد ټيچنګ هسپتالونو وروسته حيات اباد میډيکل کمپليکس د پېښور درېم لوی روغتون دی.

دلته کارکوونکی يو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اظهار خان د پېښور په هسپتالونو کې د کورونا ناروغانو د مړينې د زياتو پېښو لاملونه راښيي.

دی وايي، ښه خبره ده چې خلک خپل کارونه بیرته پيل کړي خو له کورونا وايرسه د حفاظت تدابير بايد له پامه و نه غورځوي.

" کمپليکس ته اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډېر مريضان راروان دي. اول موږ يو ايسوليشن وار‌‌‌‌‌‌ډ درلود، اوس درې لرو. په صوبه کې د کورونا ناروغانو د مړينې شرح هم سېوا شوې. غټه وجه يې دا ده چې يو ناروغ موږ ته پر وخت را و نه رسي، موږ ته د خپلې ناروغۍ په اړه صحيح معلومات نه راکوي او يا بيا دا چې زموږ په هسپتال کې د انتهايي نګهداشت د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو کمی دی. په لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون کې د نرمۍ اثرات به موږ ته په څلورو پنځو ورځو کې ښکاره کېږي کله چې هسپتال ته له سر درد، بدن درد، تبې او نزلې د شکايت لرونکو کسانو راتګ پيل شي. خلک بايد پوه شي چې که لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون نرم هم شي، دوی بايد له کورونا وايرسه د حفاظت تدابير عملي کول پرېنږدي."

د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د پېښور د خلکو يوې استازې عايشې بانو، چې د حکومتي ګوند تحريک انصاف غړې ده، مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې د پاکستان اقتصاد دومره مضبوط نه دی چې د اوږدې مودې ټولبند يا لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون يې زغملی وای.

نوموړې زياته کړه چې په مرکز او هم په صوبه کې حکومت حالات له نېږدې څاري او ضروري تيارۍ يې نيولې دي.

"که حکومت محسوس کړي چې په لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون کې نرمي د کورونا ناروغانو په شمېر کې د زياتوالي سبب کېږي نو سخت اقدامات به وکړي. د هېواد اقتصادي حالت اجازه نه راکوله چې لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون مو تر اوږدې مودې غځولی وی. حکومت په هره کچه حالات له نېږدې څاري. خلکو ته هم پکار دي چې د کار روزګار او خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره بهر ته وځي، خو له يوه بله فاصله وساتي او لاسونو بيا بيا ووينځي. له تعليم يافته کسانو مو ‌‌‌‌‌‌ډېره هيله ده چې د احتياطي تدابيرو په عملي کولو ټولنې ته مثال جوړ شي."

ایبټ اباد کې له کورونا وایرسه د مړه شوي تن مړی خپلوخپلوانو ته سپارل کېږي
ایبټ اباد کې له کورونا وایرسه د مړه شوي تن مړی خپلوخپلوانو ته سپارل کېږي

د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير او اوسمهال په قومي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يوازېني غړي امير حيدر خان هوتي د مې پر ۱۳مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې په پاکستان کې د صحت د خراب نظام ذمه واري د هېواد پر هغو ټولو سياسي ګوندونو واچوله چې په اقتدار کې پاتې شوې دي.

نوموړي البته د لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون نرمولو او يا هم بېخي اوچتولو پر حکومتي پالېسۍ پوښتنې راپورته کړې او و يې ويل، ايا موږ داسې وانګېرو چې تر نورو ډېر تکړه يو او کورونا وبا مو ژر وشړله.

XS
SM
MD
LG