د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون له مالي ستونزو سره مخامخ دی


پېښور پوهنتون وايي څو ځلې یې حکومت ته د خپلو مالي ستونزو ویلي
پېښور پوهنتون وايي څو ځلې یې حکومت ته د خپلو مالي ستونزو ویلي

د پېښور پوهنتون ویاند علي عمران بنګش د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، پوهنتون یې د کال څلور اربه روپۍ بجټ لري چې پکې دوه اربه او شل کړوه روپۍ د کال په تنخاګانو کې ځي او د صوبې تر ټولو پخواني پوهنتون بجټ دا وخت په خساره کې دی.

نوموړی وايي: "د میاشتې د ۱۵ کروړو روپو نه تر ۱۸ کروړو روپو پورې د میاشتې په تنخاګانو کې ځي، د پوهنتون خپلې پېسې پکې له پنځو تر اتو کروړو روپو پورې دي، د نورو لپاره موږ صوبایي حکومت او د اعلا تعلیم کمېشن ته خواست کوو. بله دا چې موږ د کال یو ارب او شل کروړه روپۍ په پېنشن کې ورکوو، او هر کال د پنشنیانو شمېر زیاتېږي، نو ځکه موږ دا وخت له مالي خسارې سره مخامخ یو."

د پېښور پوهنتون د وېبپاڼې ترمخه دا د صوبې تر ټولو زوړ او تاریخي پوهنتون دی چې د پاکستان له جوړېدو وروسته لومړنۍ تعلیمې اداره ده چې په دې صوبه کې جوړه کړل شوه. او ځکه هم د صوبې په تعلیمي ادارو کې تر ټولو زیات ریټایر شوي کسان لري او د کال د پېشن بجټ یې په صوبه کې تر ټولو زیات دی.

دا چې پېښور پوهنتون په موجوده وخت کې ولې د فنډ له کمي سره مخ دی په اړه یې د پوهنتون د انګریزۍ څانګې مشر پروفېسر ډاکټر ناصر جما خټک وایي:

"د یو پوهنتون د بجټ درې برخې وې. یو چې حکومت ورته د لوړو زه کړو د کمېشن له لارې ورکوي. دغه پېسې د تېر کال په وفاقي بجټ کې کمې کړل شوي دي، پخوا دا اتیا اربه روپۍ وې او تېر کال ۲۶ اربو روپو ته کمې شوې. بل د پوهنتون په مختلفو پروژو کې کمی راغلی دی. پخوا به ډونرز وو هغوی به دغه پروژو ته مالي مرستې ورکولې، اوس د مختلفو وجوهاتو له عمله داسې ډونرز پاتې نه شول. درېم د زده کونکیو فیسونه دي. تېر کال چې کله حکومت فیسونه زیات کړل نو زده کونکیو احتجاجونه پیل کړل. د پاکستان نورو پوهنتونونو هم فېسونه زیات کړي دي."

بلخوا علي عمران دا هم وایي چې د موجوده وبایي صورتحال له وجې پوهنتون فیسونه نه دي تر لاسه کړي:

"په پوهنتون کې دننه دوکانونه هم تړل شوي دي، دوکانداران وایي چې کرایانې نه شي ورکولای. بل د صوبې حکومت دوی ته تر اوسه یوازې ۱۰ کروړه روپۍ ورکړي دي، او پر دغې د پوهنتون مالي مسلې نشي هوارېدای."

د لوړو تعلیمي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار خلیق الرحمان مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتون لپاره یې د ۲۵ کرړو روپو منظوري ورکړې ده:

"پوهنتون ته مو ۱۰ کروړه روپۍ ورکړي دي، باقي پاتې به هم ورکوو، خو اوس د کورونا مسله راغله نو وفاقي حکومت خپله هم د بجټ له کمي سره مخامخ دی، موږ په دې اړه د لوړو زه کړو له کمېشن سره هم خبرې کوو، خو زما په فکر د پېښور په ګډون دا مسله د صوبې نورو پوهنتونونو ته هم ده، او ممکنه ده د پېښور پوهنتون ته د استادانو د تنخاګانو په ورکولو کې هم مالې مشکلات پېښ شي."

خلیق الرحمان دا هم وویل، باید پېښور پوهنتون د مالي مسلو د حل لپاره خپله هم لارې ولټوي. خو د پېښور پوهنتون ویاند علي عمران وایي، په موجوده صورتحال کې د پوهنتون د بندېدو له وجې د دوی ګڼې پروژې درېدلي دي او له زده کونکیو فیسونه هم نه شي اخېستلای.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG