د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب افغان بندیان خوشې کړي دي


ریاض د کورونا وایرس خپرېدو په موخه ځینې زندانیان خوشې کوي
ریاض د کورونا وایرس خپرېدو په موخه ځینې زندانیان خوشې کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عرب د مې پر ۱۲مې هغه ۲۲۴ افغانان هېواد ته ستانه کړي چې د اسنادو نه لرلو په تور په زندانونو کې ول.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، په سعودي عرب کې هم د کورونا وایرس لسګونه زره پېښې ثبت شوې دي چې له کبله یې د هغه هېواد حکومت په زندانونو کې د وبا خپرېدو مخنیوي په موخه په وړو تورونو نیولي کسان خوشې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۱۲مه په یوه بیان کې هیله ښوولې چې ریاض به د روانې اوونۍ تر پایه د سعودي عرب په زندانونو کې پاتې ۶۰۰ افغانان هم هېواد ته واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG