د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پر روغتون، ننګرهار کې پر جناره بریدونو غبرګونونه راپارولي


ننګرهار کې د وروستۍ پېښې انځور
ننګرهار کې د وروستۍ پېښې انځور

د بخښنې نړیوال سازمان "امنیسټي انټرنیشنل" د کابل او ننګرهار ننني بریدونه بې شرمه جنګي جرمونه بللي دي.

د دې سازمان د سویلي اسیا برخې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا بریدونه باید نړۍ د هغو وحشتونو په وړاندې بیداره کړي چې ملکیان ورسره مخ دي.

د امنیسټي انټرنیشنل ویلي د دغو لویو جنایتونو حساب کتاب باید وشي او ملکیان خوندي وساتل شي.

اخوا په کابل کې امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په خپل ټوېټر نننی برید وحشیانه بللی او لیکلي چې په بې دفاع ملکیانو او روغتیاپالانو نننی ترهګریز برید په کلکه غندي.

د کاناډا سفیر ډېو ميټکف هم په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې سختو شرایطو کې د بې ګناه ملکیانو، روغتیاپالانو او ماشومانو هدف ګرځول یو بزدلانه عمل دی.

په کابل کې په یوه سل بستریزه روغتون باندې نن لومړی چاودنه او بیا ډله ییز برید وشو چې پکې ۱۴ ملکیان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

په ننګرهار کې هم د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید ۲۶ کسان مړه او ۶۸ نور کسان ټپيان کړل.

تازه د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټوېټر لیکلي چې: " ترهګرو طالبانو، د هغوی اوسنیو او پخوانیو متحدینو او یا د هغوی همفکرو غبرګولو په کابل او ننګرهار کې په ملکیانو بریدونه وکړل."

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې لاس لرل رد کړي خو د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي "دا په دوحه کې د هغو بدلو شویو طالبانو چلند دی چې د انسانیت کورسونه یې ویلي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG