په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه وايي له کورونا وبا سره د حکومت مبارزه ښه نه ده روانه او ټولبند نرمول سمه پاليسي نه ده.
د مې پر ۱۲مه په سېنېټ کې په دې اړه د بحث پر مهال، د پيپلز پارټۍسېنېټرې، شيري رحمان وويل چې حکومت غېر حاضر دی او نه پوهېږي چې ملک څوک چلوي.
په سېنېټ کې د اپوزېشن مشر، راجا ظفرالحق وويل چې وفاقي حکومت د ټولبند په اړه ګډوډ معلومات ورکولو سره بې اتفاقي پېدا کړې او سياسي ګوندونو سره يې مشورې نه دې کړي.
خو د حکومت په استازیتوب د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دا نيوکې رد کړي او وې ويل د ټولبند نرمول د کورونا وایرس د مخنيوي لنډ مهاله او ضروري حل دی.