د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۳۰ زره پورته شو


په لاهو کې د نمازیانو تبه کتل کېږي.
په لاهو کې د نمازیانو تبه کتل کېږي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تازه سرکاري شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د مې تر یوولسمې د وړجنو (وایرس وهلو) شمېر دېرش زره، نهه سوه او يوڅلويښت تنو ته رسېدلی دی، له وایرسه ۶۵۹ کسان مړه او اته زره درې شپېته ترې روغ راوتي دي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر تر څلورو میلونو زیات شوی دی.

د پاکستان په شمول د نړۍ په یوشمېر برخو کې ټولبند په نرمېدو دی او حکومتونه یې هڅه کوي چې ورو ورو په پام سره ژوند عادي حالت ته واړوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې په ټولبند کې له نرمۍ وروستو دې دکانداران له کرونا وایرسه د مخنیوي لپاره ټاکلې لارښوونې پلې کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د د روغتیا صوبايي وزیر تيمور جګړا وايي خلک دې د حکومت له خوا د ټولبند له نرمۍ غلطه فايده نه اخلي. نوموړي د مې په لسمه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دکانونه د هفتې پينځه ورځې خلاص پاتې کېدلی شي خو خلک به ګڼه ګوڼه نه جوړوي.

د هغه په وینا له حکومتي لارښوونو سرغړوونکي به قانوني چلند ته مخامخېږي. خو په صوبه کې د تجارانو اتحادیې ويلي چې حکومت خلکو ته سم معلومات نه ورکوي. د دې اتحادیې مشر ملک مهر الهي مشال راډيو ته وويل چې د وفاقي حکومت خبرتبا (نوټيفکیشن) تر پينځوو بجو د دکانونو د پرانيستې اجازت ورکړی خو صوبايي حکومت دا وخت څلور بجې ښودلی دی.

بلخوا د سیند صوبې وزیراعلی مرادعلي شاه د مې په لسمه په یوه خبري غونډه کې وويل چې دمې له یوولسمې څخه به په ټوله صوبه کې دکانونه د سهر له شپږو د ماښام تر څلورو پورې خلاص وي خو رسټورانونه، پلازې او تعلیمي ادارې به تړلې وي.

بېګا شپه د ای اېس پي ار ډایریکټر جنرلپه خپله رسمي ټویټر پاڼه ویلي چې یو پوځي افسر ۳۰ کلن میجر محمد اصغر چې په تورخم دروازه یې ډیوټي ورکوله د پیښور په سي ایم ایچ روغتون کې ساه ورکړې ده،

دوي ویلي نوموړي کې د کرونا وایرس تصدیق شوې وو او په سا کې ورته تکلیف پیدا شوې وو او تیره شپه په وینټي لیټر واچول شو خو سا یی ورکړه،

د خیبر ځایي چارواکي وایي میجر محمد اضغر په تورخم باندې افغانستان ته د لاجسټک او پاکستان کې ایسارو شوو افغان وګړو او په افغانستان کې ایسارو شوو پاکستاني وګړو رااړولو ذمه واري پخپل سر اخیستې وه او په دې مهال ورته کرونا وایرس لګېدلی دی.

د خیبر ډپټي کمشنر او د صحت محکمې چارواکو بېګا شپه مشال ریډیو ته ویلي چې د خیبر ۱۰۵ حلقې لنډي کوتل د صوبایی اسمبلي غړي شفیق شېر اپرېدي د کرونا وایرس ټيسټ مثبت راغلی او په خپل کور کې یې قرنطین کړی دی.

د خیبر د صحت محکمې چارواکي وایی په خیبر کې افغانستان نه راوړل شوو په ۲۰۹ کسانو کې د کرونا وایرس تصدیق شوی او ۴۱ ځایي کسانو ته هم دا ناورغي لګیدلې ده.

دا مهال په خیبرپښتونخوا کې له څلور نیم زرو زیات کسان کورونا وایرس ناروغه کړي دي چې تر پنجاب او سیند صوبو یې شمېره کمه ده خو دلته د دې ناروغۍ له وجې د مړو شمېر بیا زیات دی. دا چې د دې څه وجوهات کیدای شي، زموږ همکاري انیسه اجمل پر دې موضوع له چارواکو او ډاکټرانو سره خبري کړي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG