د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د کوویډ ـ ۱۹ بیمارانو درملنې لپاره ځانګړی روغتون جوړېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د کورونا وایرس له وجې د بیمارو شویو کسانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړېږي.

د روغتیا او خزانې وزیر تیمور سلیم جګړه د مې پر نهمه مشال راډیو ته وویل، هغوی د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه اخلي. د نوموړي په وینا داسې ښکاري چې کورونا وایرس به تر راتلونکو څو کلونو پورې د خلکو ژوند اغېزمنوي نو هغوی په راتلونکي بجټ کې هم دې ته د زیاتو پیسو د مختص کولو پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"په پېښور کې به په بیړنۍ توګه د ۵۰۰ بسترونو یو روغتون په دورانپور سیمه کې جوړوو. له دې نه علاوه په نورو سیمو کې هم د نورو هسپتالونو د جوړولو پلان په تدریجي ډول لرو."

د حیات اباد میډیکل کمپلېکس ډایرېکټر پروفیسر شهزاد اکبر د حکومت د دغه اقدام هرکلی وکړ او مشال راډیو ته یې وویل، دا یو ښه ګام دی ځکه چې که د کورونا لپاره ځانګړی هسپتال جوړ شي نو نور هسپتالونه به د نورو بیماریو د علاج لپاره خپلې هڅې جاري وساتلی شي.

د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو د ټولنې لخوا هم د حکومت د دې اقدام هرکلی شوی. هغوی وايي، له حکومت سره هغوی کلک ولاړ دي خو حکومت له هم پکار دي چې خپل مسولیتونه وپېژني او د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي او هغوی ته دې مناسب وسایل ورکړي.

تیمور سلیم جګړه مشال راډیو ته وویل، د ډاکټرانو او مریضانو د خوندیتوب لپاره یې مناسب وسایل اخېستي او لا نور هم اخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG