د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا قرنطین مرکزونو کې ناروغان له ستونزو سر ټکوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خېبر پښتونخوا کې ځينې د کورونا ناروغان وايي، په قرنطين مرکزونو کې ډېرې نېمګړتياوې دي.

هغوی وايي، په دغو مرکزونو کې ورته خوراک په سمه توګه نه ملاوېږي، د صفايي سم انتظام نشته او د انتظامیې رويه هم سمه نه وي.

بلخوا بيا هغه کسان چې په کورونا وبا اخته دي يا يې علامات لري او په خپلو کورونو کې قرنطين دي وايي، له کورونو وتی نشي او د حکومت لخوا ورسره هم مرستې نه کېږي.

د سوات د مېنګورې سيمې رياض مسود چې د اپرېل پر ۲۵مه له کورونا ناروغۍ روغ شوی د مې پر نهمه يې مشال راډیو ته وويل چې هغه او د کورنۍ نورو غړو يې ۲۰ ورځې په قرنطين کې تېرې کړې او د خوراک څښاک بندوبست به ورته خپلوانو کاوو.

هغه وايي هېڅ معلومات ورته نه وو چې د کورونا ناروغۍ له وجې د وجود دردونو او زياتې تبې لپاره څه قسمه دوايانې وخوري؟

"ګاونډيانو به خوراک دروازې ته راوړو او يوازې زما مشر زوی چې کورونا نه وو وهلی هغه به ترې راواخېستو،. حکومت ته زما دا وړنديز دی چې له قرنطين شوو کسانو سره دې هر وخت په رابطه کې اوسي او د هغو خوراک، دوايانو او نورو اړتياو بندوبست دې پر وخت وکړي."

رياض زياتوي د هغوی د کورنۍ يو غړي د کورونا وايرس ټسټ هم د تخنیکي وجوهاتو له کبله سم نه وو راغلی خو هغه په دې اړه له نور وضاحت ورکولو ډډه وکړه.

همداراز څرګندونې د خېبر ضلعې عادل رحمان اپرېدی هم کوي.

عادل چې د مارچ مياشتې پر ۲۴مه د کورونا له ناروغۍ جوړ شوی وايي، تر شپږو ورځو پورې يې د بدن درجه حرارت ۱۰۳ وو، درې ورځې ورته د ساه اخېستو مسله وه او وجود يې هم خوږېدو خو د دې باجود ورته په پېښور قرنطين مرکز کې ورکړل کیدونکې خوراک د نیشت برابر وو.

نوموړی وايي، د کورنۍ غړي يې قرنظين وو نو د هغو لخوا خوراک به يې هم ده ته نه پريښودو:

"زه د پېښور پوليس روغتون سره لګيدلي قرنطين مرکز کې ووم، هلته اسانتياوې نه وې، د خوراک انتظام بيخي نه وو، روغتون موږ سره تعاون نه کوو، څوکېدارانو به د کورنۍ غړي هم نه راپرېښودل ځکه چې هغوی هم قرنطين وو. ځينې څوکېداران تر هغو څوک له قرنطين مرکزه نه خوشې کوي تر څو يې چې ترې رشوت نه وي اخېستی."

عادل وايي، د ۱۸م مارچ څخه تر شپږم اپرېل پورې يې کورنۍ قرنطين وه او امنيتي اهلکار يې پر کو ولاړ وو او هېڅوک يې بهر ته نه پريښودل.

نوموړی زیاتوي، خپلوانو به ورته د خوراک بندوبست کاوو ځکه چې د ډي پي او لخوا هغوی ته کوم خوراک ورکړل شوی وو نو هغه په يوه دوه ورځو کې ختم شو.

د خېبر پښتونخوا روغتيا څانګې مرستیاله مشره او د کورونا د چارو په اړه حکومتي ويانده ډاکټره شاهين اپرېدۍ دا مني چې په قرنطين مرکزونو کې د کور په شان خوراک نه ملاوېږي خو وايي، په مرکزونو او کورونو کې قرنطين شویو کسانو ته هرقسمه مرستې ورکړل کېږي خو دا وايي که بيا هم چاته څه مسله وي نو له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې ته دې په ۱۷۰۰ نمبر زنګ وهي:

"زموږ په نوټس کې داسې څه نشته، تر څو چې ممکنه وي هغه هومره موږ د خوراک بندوبست کړی او که فرض که زموږ خلک د کور په شان د خوراک تمه لري نو دا سمه خبره نه ده. په ټولو قرنطين مرکزونو کې د وجود د دردونو، تبې او نورو دوايانو انتظام شوی دی. له قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره د خوراک بندوبست کوي نو که چاته څه مسله وي نو له دوی سره دې رابطه کوي. موږ ته شکايتونه راغلي هم دي او بيا مو د هغو مطابق کاروايي کړې."

د کورونا وبا له کبله قرنطين شوي کسان پر داسې وخت د اسانتياو د نشتوالي ګیله کوي چې حکومت له خالي ورځې څخه د کورونا وبا د مخنيوي په هدف د لګول شوی ټولبند په پرله پسې توګه نرمول پېل کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG