د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د بېوزلو هیوادونو مرستې ته اربونه ډالره پکار دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

ملګرو ملتونو په نړیوالو هېوادونو، کمپنيو او په شتمنو کسانو غږ کړی دی چې د کورونا وايرس پر وړاندې مبارزي لپاره د شپږ اعشاریه اووه اربه ډالرو ته اړتيا لري او په دې لړ کې ورسره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې مشر مارک لوکوک د مې پر اتمه وويل چې د کورونا وايرس وبا له وجې غريب هېوادونه ډېر زيات ځپل شوي دي او که چېرې پر وخت ورته مرستې ونه رسېږي نو د لوږې، وچکالۍ، بلوو او د نورو جګړو خطر رامنځ ته کولی شي.

د هغوی په خبره کوويډ ۱۹ ناروغۍ د نړۍ شاوخوا ټول هېوادونه او خلک اغېزمن کړي دي.

لوکوک په ويډيويي پیغام کې وويل چې ملګرو ملتونو د مارچ پر ۲۵مه د دوه اربه ډالرو اپيل کړی وو خو موجوده حالاتو کې هر څه بدل شوي دي او غريب هېوادونه نورو ستونزو سره مخامخ دي.

هغوی وويل چې د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونه له درو څخه تر شپږو مياشتو پورې له دې وبايي ناروغۍ نه شي راوتلی.

هغه خبرداری ورکړ چې باید د شخړو، لوږې، غريبۍ، اقتصادي ستونزو، صادراتو، سيلګرۍ او په روغتیايي نظام کې له ستونزو سره مخامخ کېدو ته چمتو والی ونیول شي.

بلخوا د خوراک د نړيوال پروګرام مشر ډيويډ بيسلې ویلي چې په نړۍ کې ۲۶۵ ميليونه کسان د خوړو له کموښت سره مخامخ دي او د دې ستونزې حل لپاره دوه مهمې لارې دي.

لومړی دا چې مالي مرستي ورسره وشي او دويم د خوراکي توکیو رسد جاري وساتل شي.

د هغوی په خبره ملګري ملتونه له شتمنو هېوادونو د فنډونو غوښتنه هر وخت کوي خو په موجوده حالاتو کې دا وبايي ناروغي په لومړي وار راغلې ده نو په دې کې مرستو ته ډېره زياته اړتيا ده.

ډيويډ دا هم وويل چې موجوده حالاتو سره مقابلي لپاره اربونو ډالرو ضرورت دي او بايد شتمن هېوادونه په دې برخه واخلي.

هغه همدارنګه په نړیواله کچه د خوراکۍ او مالونو رسيد جاري ساتلو لپاره د اقداماتو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، ملتونه باید د صادراتو - وارداتو بندیز ونلري، پر پولو بندیزونه نه وي، د بندرونو بندولو ډډه وشي.

د ده په خبره ځینې هیوادونو وار له مخې په صادراتو بندیز لګولی چې د خوراکي توکو په رسولو اغیز کړي دي.

نوموړي په خبرو کې د افريقا ښاري سيمې د بيلګې په توګه يادې کړې چېرته چې ځوانانو د کورونا وايرس له وجې اقتصادي بحران له کبله نوکرۍ له لاسه ورکړي او د بينکونو اکاونټونه هم نه لري.

هغوی خبرداری ورکړی چې که چېرې دغه ځوانان خواړه ونه لري، نو هغوی به لاریونونه، فسادونه، ناکرارۍ او بې ثباتۍ رامنځ ته کړي او دا به په نړۍ څو چنده زيات اغېز ولري.

ملګرو ملتونو تازه درخواست په داسي حال کې کړی چې نهه نور هېوادونه په هغو کې شامل کړل شوي چې د کورونا وايرس له وجې ډېر زيات متاثره شوي دي.

په دي کې فهرست کې ۵۴ هیوادونو شامل دی او په لومړني اپيل کې د ځينو افريقايي هېوادونو په ګډون پاکستان او فيلپاين هم شامل وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG