د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې د زېږنتونونو تړلو د ښځو ژوند له خطر سره مخامخ کړی"


د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) وايي، دا چې د کورونا وایرس د وبا د مخنیوي لپاره د شویو اقداماتو له وجې په روغتونونو کې د ماشومانو د زوکړې وارډونه بند دي نو له وجې یې د امیدوارو مېرمنو ژوند له خطر سره مخ دی.

يادې ادارې د مې پر نهمه یو بيان کې ويلي، په سويلي اسيا کې د نويو زېږېدونکو ماشومانو او د امیدوارو ميندو د مړيني کچه تر ټولو زياته ده چې په کې پاکستان هم شامل دی.

په بيان کې راغلي، د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له راتلو نه وړاندې هم په پاکستان کې د امیدوارو مېرمنو د ماشومانو د زېږولو پر مهال د مړینې کچه لوړه وه او اوس خو دا کچه لا نوره لوړه شوې ده.

سازمان په خیبر پښتونخوا او اسلام اباد کې د ماشومانو د زوکړې د مرکزونو په تړلو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې له دې سره به حالات لا نور خراب شي.

د سازمان په خبره د ځینو نورو هېوادونو په څیر پاکستان هم روغتیا ته سمه پاملرنه نه کوي او نه هم د وبايي ناروغۍ په وړاندې لازم ګامونه پورته کړي او دا به روغتیايي خدماتو په برخه کې لویې ننګونې رامنځ ته کړي.

بل پلو، پاکستانې چارواکي وايي، مېټرنيټې يا د ولادتونو وارډونه يې ځکه تړلي چې د هغو وارډونو روغتياپالان په کورونا وايرس اخته شوي. د هغوی په خبره د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د ګاينوکالوجې څانګې ۲۹ کارکونکو ته د کوويډ ۱۹ ناورغۍ لګيدو وروسته د خدمتونو دغه برخه تړل شوې ده.

خو د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) وايي، حکومت پر ځای د دې چې په هسپتالونو کې د ولادت څانګې بندوي، ورته پکار ده چې د ډاکټرانو، نرسانو او امیدوارو مېرمنو او د نویو پیدا شویو ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د سازمان د شميرو ترمخه د مې تر اوومې پورې، به پاکستان کې، له ۵۰۰ څخه ډیر د روغتیا کارکونکي په کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان وايي، د روغتیایی کارمندانو د حفاظت پرځای پاکستاني چارواکو د ډاکټرانو او طبي عملې پرضد قانوني اقدامات وکړل چې موخه یې د ډاکټرانو د مطالبو مخه نیول او د هغوی خاموشه کول دي.

د اپریل په شپږمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې ډاکټرانو او طبي عملې د حفاظتي الاتو نيشتوالې پرضد مظاهره کوله چې پوليسو پري تشدد وکړ او ۱۵۰ ډاکټران يې ګرفتاره کړل. په هغه مظاهره کې ډاکټرانو دريځ درلود چې د کوويډ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې حفاظتي سامان نه لري چې له وجې يې ۱۳ ډاکټران په دې رنځ اخته شوي دي.

همداراز په پنجاب کې ډاکټرانو د طبي سامانونو په لور د حکومت پام راړولو لپاره د لوږې هړتال کړي وو.

سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې باید په دې لړ کې ژر تر ژره اقدامات وکړي او د زيږېدون وارډنه بيرته خلاص کړي او طبي عملي ته ټول حفاظتي سامانونه ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې [یونیسیف ] هم خبرداری ورکړی چې د کوویډ ۱۹ وبايي حالاتو په نړۍ‌ کې نویو زیږېدونکو ماشومانو او د میندو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړې ده.‌

یونیسف په دې کې د جنوبي اسیا د هېوادونو ذکر کړی چې پکې پاکستان هم شامل دی.‌

پاکستان د جنوبي‌اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې اټکل کېږي د کوویډ ۱۹ وبا له اعلان وروسته په راتلونکو نهو میاشتو کې به پکې د ماشومانو د زوکړې شمېره ډېره زیاته وي. ‌

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG