د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا له ۶۰۰ زیات کسان وژلي


د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۵۰۰ ته نږدې شو. په هغه هیواد کې چې د ټولو وګړو شمېره یې ۲۱۲ مېلیونو نه اوړي یواځې ۲۷۰ زره نه زیاتو خلکو تر اوسه د دې وایرس پر وړاندې ځانونه ټېسټ کړي دي.

رسمي حکومتي وېبپاڼه چې په همدې اړه معلومات خپروي، د مې پر نهمه نېټه یې لیکلي چې تر اوسه په ټول ملک کې ۶۱۸ کسان له کورونا نه مړه شوې هم دي. خو له ۷۷۰۰ نه زیات کسان ترې بېرته جوړ شوي هم دي.

د حکومتي شمېرو له مخې په خیبر پښتونخوا کې ۴۳۲۷ کسان پر کورونا اخته شوي او ۲۲۱ ترې مړه شوي دي. دغلته د بیرته روغو شویو کسانو شمېره ۱۰۳۳ ده.

په بلوچستان کې د کورونا ویړجنو شمېره ۱۸۷۶ ده، ۲۴ ترې مړه شوي او ۲۲۲ بیرته روغ شوي دي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات خلک په پنجاب کې پر کورونا اخته شوي چې شمېره یې ۱۰ زره ۴۷۱ ده، په دوهم نمبر د سېند صوبه ده چېرته چې نهه نیم زره نه زیات کسان کورونا ناجوړه کړي او ۱۷۵ یې وژلي دي.

خو بل پلو د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کورونا وایرس له وجې وضع شوي بندیزونه د مې له نهمې نېټې نه بیرته نرموي. حکومت له خلکو غوښتي چې له کوره د باندې وتلو او د خلکو سره په راشه درشه کې دې د احتیاط نه کار واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG