امریکا د پاکستان د "احساس ایمرجنسي کیش پروګرام" لپاره د پنځه میلیونه ډالره مرستو اعلان کړی دی.
په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پال جونز نن[مې پر اتمه] په خپره کړل شوي یوه ویډیو کې ویلي چې امریکا به د پاکستان بې وزله خلکو سره د مرستې لپاره احساس پروګرام له پنځه میلیونه ډالره ورکوي.
نوموړی زیاته کړه چې د غذایي موادو د کمي ښکار ماشومانو د "درملیز خوراک پروګرام" لپاره د نورو ۲.۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکوي.
امریکا له پاکستان سره د کورونا وبا له کبله د اقتصادي ستونزو په هواري کې د مرستې لپاره تراوسه د ۱۵ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.
پال جانز نور وویل چې دا ټولې مرستې د امریکا ولس کړي دي.