د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په هرات کې ۱۷ بندیان ازاد کړي: افغان حکومت


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبانو په ګلران ولسوالۍ کې هغه ۱۷ امنیتي سرتېري ورسپارلي چې څه موده وړاندې د هغوی له‌خوا اسیر شوي وو.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته د اسیر شویو امنیتي سرتېرو د ورسپارلو خبره تأیید کړه، خو جزیات ‌یې ورنه‌کړل.

فرهاد زیاتوي: "د امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۷ کسان له څه مودې راهیسې له طالبانو سره په بند کې وو، پرون دغه کسان د هرات محلي چارواکو ته وسپارل شول، د هرات ولایت له دې هڅو هرکلی کوي او خوشې شوي کسان د هېواد اصلي اتلان بولي."

خو د ګلران ولسوال عبدالغني نوري ازادي راډیو ته وویل چې په دغو کسانو کې د پولیسو او ملي اردو سرتېري او یو څارنوال و چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې و.

د نوري په وینا، طالبانو د قومي مشرانو او سپین ږیرو په وسیله دغه کسان د هرات ادارې ته وسپارل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG