د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ۲۱۳ تنه نور کورونا وهلي


رو روغتيايي کار کوونکی د یوې ښځې تبه ګوري
رو روغتيايي کار کوونکی د یوې ښځې تبه ګوري

په خیبر پښتونخوا کې په ۲۱۳ نورو کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی، چې ورسره په دغه صوبه کې د رنځورانو شمېره ۳۷۱۲ ته لوړه شوې ده.

د صوبې د روغتیا څانګې د مې پر شپږمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د وایرس له کبله نورو نهو کسانو ژوند بایللی دی چې په دوی کې شپږ د پېښور، یو د مردان، یو د صوابۍ او یو د مالاکنډ ضلعې اوسېدونکي وو.

تراوسه وایرس په صوبه کې ۲۰۳ کسان وژلي دي او ۹۳۹ ترې بېرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د روانې میاشتې د نهمې نیټې څخه د ځېنو بندیزونو لیرې کولو پرېکړه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې هم د ځېنو کاروباري اتحادیو له خوا د کاروبارونو پرانستلو او بندیزونو لیرې کولو غوښتنه شوې، خو د صوبې ډاکترانو اتحادیې حکومت ته خبرداری ورکړی چې که ولس د روغتیا اصول عملي نه کړي، نو له وایرس سره تړلې خطرونه به لا ډېر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG