د لاسرسي ځای

تازه خبر

هڅه کوو چې پر انټرنیټ د پارلمان غونډه وکړو: اسد قیصر


د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر
د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر

پراګ - د پاکستان مرکزي حکومت وايي‌ ، تر خپله وسه هڅه کوي چې پر په ملک کې د کورونا وایرس خپرېده قابو کړي‌ او اغېزمن شویو خلکو ته مرستې ورسوي.

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر وايي‌ ، د دې لپاره پر انټرنیټ د پارلمان غونډه راغواړي چې د ولس پارلماني‌ استازي‌ د حکومت په کارونو خبر کړي‌ او له هغوي‌ وړاندیزونه واخلي.

نوموړي د اپريل پر ۱۹مه مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې د دې لپاره یې د اسمبلۍ د پخوانيو سپيکرانو په ګډون د پارليمان د غړيو يو کمېټۍ جوړه کړې چې د اپرېل پر ۲۱ مه به د پارلمان د انلاين غونډې ‌‌‌‌پر امکاناتو بحث وکړي.

اسد قیصر وویل ،‌ "ما هغه بله ورځ له وزيراعظم عمران خان سره وليدل او د پارليمان د غون‌‌‌‌‌‌ډې پلان مې ورسره شريک کړ. هغه پرې خوښي ښکاره کړه. له دې باوجود چې په نړۍ کې کورونا وبا خپره شوې، د يو شمېر هېوادونو پارليمانونه لګيا دي خپل کار کوي."

اسد قیصره زیاته کړه چې اوسنی حالت د دې تقاضا کوي چې پارليمان بايد فعاله واوسي.

خو په سينيټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی عثمان کاکړ وايي، د پارليمان د انلاين غونډې لپاره قانون سازۍ ته اړتيا ده.

نوموړی زياتوي چې يوازې د پارليمان منتخب غړي کولای شي پر حکومت د خلکو د ستونزو د حل لپاره فشار راوړي.

سېنېټر عثمان کاکړ وویل ، "حال دا دی چې حکومت د هېواد تر ټولو مهمې ادارې يانې پارليمان ته قلف اچولی دی. اپوزيشن چې هر څه وايي، دوی نه خپله ورباندې غوږ ګروي او نه يې هم میډیا ته ورکوي."

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستيو کې د يوه ویډیو کنفرانس له لارې د سينيټ د انلاين غونډې خبره هم وشوه.

عثمان کاکړ زیاته کړه چې د سپيکر صاحب خبره درسته ده خو دا کار له قانون سازۍ پرته نشي کېدای.

د ده په وینا ، په عين وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډېره ضروري ده چې پارليمان بېرته فعاله او حکومت له غريب ولس سره مرستو ته اړ شي.

د سينيټ يو پخوانی غړی او د چارو شنونکی افراسياب خټک هم ټينګار کوي چې د پارليمان غونډه بايد وشي.

نوموړی زياتوي چې د اسمبلۍ په قواعدو او ضوابطو کې د ضروري بدلونونو او د ټېکنالوژۍ په کارولو د پارليمان فعاليت ته لار هوارېدای شي.

افراسیاب خټک وویل ، "د پارليمان غونډه کېدل د خوشالۍ خبره ده. پاکستان پارليماني جمهوري نظام لري. خو له بده مرغه د دې هېواد فيصلې د پارليمان له پوښتنې پرته کېږي."

د افراسیاب خټک په وینا ، اوسني حکومت خو بيا پارليمان بېخي يو خوا ته کړی دی او د هېواد وزير اعظم پارليمان ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

ده زیاته کړه چې د کورونا وایرس پرضد حکومتي مبارزه کې د پارليماني ګوندونو رايې بايد واخيستل شي.

افراسیاب خټک وویل چې که حکومت د پارلمان آنلاین غونډه کوي نو د دې لپاره په بنيادي قانون کې نه بلکې په ضوابطو کې بدلون ته اړتيا ده او هغه په اسانه کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

وزيراعظم عمران خان د اپريل پر ۱۸مه په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې له نېکه مرغه کورونا وايرس په پاکستان کې د نورو هېوادونو په پرتله کم شمېر خلک اغېزمن کړي دي.

خو د پارليمان ځينې اوسني او پخواني غړي له حکومته غواړي چې د کورونا وبا په موجوده حالت کې خلکو ته د طبي او مالي مرستو رسولو خپل پروګرام د هغوی له منتخب غړيو سره شريک کړي.

XS
SM
MD
LG