د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ نه ‌دي: مارک ایسپر


د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، طالبان پر هغو ژمنو ولاړ نه‌ دي چې د فبرورۍ د میاشتې په هوکړې کې یې کړې وې.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسپر د مې پر پنځمه له خبریالانو سره د خبرو په مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي دي؟

وویل "فکر نه‌ کوي چې درېدلي وي."

ده په عین حال کې وویل چې په باور یې د افغانستان حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل نه‌ دی کړی.

د امریکا دفاع وزیر وویل، د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو ته په‌ کار ده چې پر هغو اصولو ودرېږي او عملي یې کړي چې په هوکړه کې یاد شوي دي.

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو په خبرو کې چې په پایله کې یې د فبرورۍ په ۲۹مه، د دواړو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه، ګډون نه ‌درلود.

طالبانو د سولې په هوکړه کې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو افغان او امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو د سولې له هوکړې په راوروسته دوو میاشتو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روېټرز خبري اژانس له شمېرنو سره سم، طالبانو په تېرو ۴۵ ورځو کې څلورنیم زره بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له هوکړې سره سم له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG