د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې یوه امام باړه کې چاودنې یو تن ژوبل کړی


د خېبر پښتونخوا د کورمې نقشه
د خېبر پښتونخوا د کورمې نقشه

د خېبر پښتونخوا په کورمه کې بمي چاودنې يو کس ژوبل کړی دی.

د انتظامي چارواکو په وينادا چاودنه نن[د مې پر پنځمه] سهار وختي د شرکو سيمې په امام باړه کې دننه هغه وخت وشوه کله چې يو کس اذان کاوه.

چارواکي زياتوي چې هلته وار له مخه بم ايښودل شوی و چې مقصد يې عام ولس په نښه کول و.

امنيتي ځواکونو د پېښې ځای په خپله ولکه کې اخيستی او پلټنې يې پيل کړي دي.

د دې بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG