د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش استخباراتو یوبل مسؤل ګرفتار


د ننګرهار ولایتي ادارې نن رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه کمانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل معین اصغر چې په ظریف مشهور و، له خپل یوه ملګري فریدالله چې شاکر مشهور و، ونیول شو.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، له دوی سره یو میل کلاشینکوف، پنځه مبایلونه، یوه اندازه مهمات، پاکستاني پېژند کارتونه او نور اسناد هم تر لاسه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG