د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا ویا: ایران په ځینو سیمو کې جوماتونه بیا پرانیزي


تهران کې یو جومات
تهران کې یو جومات

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه ټیلي ویژني وینا کې ویلي چې په کومو سیمو کې د کورونا وایرس خطر کم وي هلته به د مۍ له څلورمې جوماتونه خلاص کړل شي. په دغه هېواد کې په مارچ میاشت کې وروسته له هغې جوماتونه بند کړل شو چې پکې د کورونا وبا زیاته شوه.

نوموړي د کورونا وایرس پرضد د کاري ډلې د یوې ټیلیویژني غونډ‌ې پر مهال بیګا وویل چې له سبا څخه به د هېواد درېمه برخه انتظامي سیمو کې جوماتونه خلاص کړل شي.

د نوموړي په وینا دا مهال په جمع د مونځ پر ځایې له یو بل سره فاصله ساتل مهم دي ځکه چې په اسلام کې د خپل ځان حفاظت فرض دی.

ولسمشر روحاني زیاته کړه چې یوه کمیټي د مۍ له ۱۶ مې د سکولونو په خلاصولو هم غور کوي.

په ایران کې د کورنا وایرس وبا په فرورۍ کې خپره شوه چې د رسمي شمېرو ترمخه یې څه باندې ۶۱۵۰ کسان وژلي او له ۹۴۴۴۰ زیات کسان ناروغه کړي دي. خو په دغه هېواد کې دننه او بهر پوهان په دې شک کوي او وايي کېدی شي چې اصلي شمېرې له دې زیاتې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG