د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو مدافعینو د افغان مسافرو د ډوبېدو پېښې پلټنه غوښتنې


د یو شمېر ډوب شویو افغانانو مړي.
د یو شمېر ډوب شویو افغانانو مړي.

د بشري حقونو ځینو مدافعینو د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا اوبو ته د یو شمېر افغانانو د وراچولو پېښه غندلې او د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه‌یې کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پترېشیا ګاسمن په یوه لیکلي لنډکي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه "وحشتناکه" قضیه ده.

هغې وویل پخوا یې هم د ایران د سرحدي ځواکونو په لاس د افغانانو د ځورونې په اړه راپورونه ثبت کړي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت رد کړه، خو افغان چارواکو ویلي چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو لسګونه افغانان وهلي او بیا یې اوبو ته وراچولي چې له ډلې یې شااوخوا ۲۳ کسان مړه شوي.

دا پېښه د همدې اوونۍ په سر کې د افغانستان او ایران په پوله کې هرات سره نږدې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG