د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګڼ روغتیاپالي کورونا وایرس وهلي


د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي په دې صوبه کې پرون په نورو ۲۲۲کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی چې ورسره د کورونا ناروغانو ټول شمېر ۳۱۲۹ ته ورسېده.

د چارواکو په وینا په اتوار د اتو نورو کسانو له مړینې په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مړو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو د یوې اتحادیې مشر ډاکټر عبدالواحد پښتون بیګا مشال رېډیو ته وویل چې د صوبې په ۱۲۰ روغتیايي کارکوونکیو کې هم د کورونا وایرس تصدیق شوی، پکار ده چې حکومت د روغتیايي کارکونکیو د حفاظت لپاره اقدامات وکړي.

د خیبر پښتونخوا ۱۲۰ روغتیاپالي کورونا وایرس وهلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د خیبرپښتونخوا د وزیراعلا سلاکار اجمل وزیر بیګا ماښام رسنیو ته وویل چې حکومت په دې لړ کې یو شمېر ګامونه په پام کې نیولی دي.

نوموړي وویل چې د کورونا وایرس ټیسټونه یې هم په یوه ورځ کې له زرو (۱۰۰۰) زیات کړي دي.

د پاکستان حکومتي شمېرو مطابق تر نن سهاره په هېواد کې د کورونا ناروغانو ټول شمېر (۲۰۱۸۶) ته رسېدلی، دا راز دې ناروغۍ ۴۶۲ کسان مړه کړي او ۵۵۹۰ ترې رغېدلي دي.

بلوچستان کې هم د کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدونکو عکسونو او ویډیوګانې ښکاري چې هلته خلک لا هم هغسې احتیاط نه کوي لکه څنګه چې په کار دی. دا پر دې سربېره ده چې حکومت وايي بازارونه یې تړلي دي.

بلوچستان کورونا وبا: ولس پام نه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG