د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د مې له څلورمې څخه ځینې جوماتونه بیا پرانیزي


حسن روحاني وايي د ښوونځیو پرانیستو پلان هم لري
حسن روحاني وايي د ښوونځیو پرانیستو پلان هم لري

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د مې له څلورمې څخه په هغو سیمو کې جوماتونه یو وارې بیا پرانیزي چې پکې د کورونا وایرس خطر کم شوی دی.

په ایران کې، د مارچ په لومړیو کې چې کورونا وایرس زیات کسان وځپل، جوماتونه وتړل شول.

حسن روحاني د مې پر درېیمه پر دولتي ټېلېوېژن د خبرو پر مهال وویل، د ملک له درو څخه په یوه برخه کې د مې له څلورمې جوماتونه پرانېستل شي.

روحاني وايي، خلکو ته په جوماتونو کې د لمونځ کولو یوازې سپارښتنه شوې نور هغوی ته په کار دي چې د عبادت پر مهال ټولنیز واټن او نور حفاظتي اقدامات په پام کې ونیسي.

نوموړي ویلي، د مې له ۱۶مې د سکولونو بیا پرانیستل هم په پام کې نیول شوي چې د اوړي تر رخصتیو (چوټیو) مخکې لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره زده کوونکي ښوونځيو ته ورشي.

په ایران کې د کورونا وایرس ناروغۍ تر ۶،۱۵۰ زیات کسان وژلي او تر ۹۶،۰۰۰ زیات یې ناروغه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG