د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د عارف وزیر غایبانه جنازه شوې


په جلال اباد کې د عارف وزیر غایبانه جنازه
په جلال اباد کې د عارف وزیر غایبانه جنازه

جلال اباد - په ننګرهار کې د مدني ټولنو لسګونه فعالان د مې پر درېیمه د جلال اباد عیدګاه جومات ته ورټول شوي ول او د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ سردار عارف وزیر غایبانه جنازه يې وکړه.

مدني فعالانو د حقونو پر نړیوالو ادارو غږ وکړ چې د وزير د وژنې پلټنې وکړي او په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د وژلو مخه ونیسي.

مدني فعال رييس خان غرني د جنوبي وزیرستان له پښتنو او پښتون ژغورنې غورځنګ سره په غم کې شریک دي او "موږ پر نړیوالو حقوقي ادارو غږ کوو" چې "د عدم تشدد سرلاري دې په بېرحمانه توګه" وژلو ته نه پرېږدي.

د عارف وزیر جنازې په اړه ویډیويي رپورټ

عارف وزیر په جنوبي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ګندهارا ټولنیز مرکز یوه غړي شریف الله ناصري مشال راډیو ده وویل، عارف وزیر په قبایلو کې د پښتنو د بنیادي حقونو لپاره مبارزه کوله "د عارف وزیر غږ دا وو چې دلته ملتونه شته، دلته قومونه دي، دلته انساني ازادۍ نشته، دلته دې انسانانو ته ازادي ورکړل شي، د ژوند لومړني حقوق دې ورکړل شي."

ناصري وویل، د ترهګرۍ، ناامنیو او عملیاتو پر مهال شاوخوا "۶۶،۰۰۰ قبایلي او پښتانه مشران" او خلک "د کرښې هاخوا او دېخوا وژل شوي دي."

سردار عارف وزیر د مې پر لومړۍ نېټه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې په وسله وال برید کې ژوبل شو او د مې پر دویمه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې ومړ.

وزیر د مې پر درېیمه په خپل پلرني کلي غویی خوله کې خاورو ته وسپارل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG