د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير ساه ورکړه


عارف وزیر
عارف وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزیر نن [د مې پر دويمه] د اسلام اباد په پيمز روغتون کې ساه ورکړه.

دا خبره د غورځنګ يو مخکښ عبدالله ننګيال نن مشال راډيو ته وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عارف وزير ساه ورکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:17 0:00

پولیس وايي، پر عارف وزير پرون ماښام د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال بريد شوی و.

له هغه وروسته نوموړی لومړی د ډېره اسماعيل روغتون ته رسول شوی او بيا وروسته د اسلام اباد پیمز روغتون ته يووړل شو او هلته تر درملنې لاندې و خو روغتيايي حالت يې ښه نه و.

د غورځنګ یوه غړي او فعال شان پښتین د مې لومړۍ پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې عارف وزیر تر روژه ماتي لږ ساعت مخکې له خپل تره زوی فرهاد وزیر سره په ګاډي کې سپور وو او له واڼه بازاره د خپل کلي "غوی خوا" لوري ته روان و چې ورباندې وسله والو ډزې وکړې.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، هغوی د نامعلومه وسله والو د موندلو او نیولو هڅې پیل کړې دي.

پولیس وايي، له کوم ګاډي نه چې ډزې شوې وې، د عارف وزیر پلویانو هم پرې ځوابي ډزې کړي او په هغه ګاډي کې هم خلک لګېدلي او پولیس د هغه ګاډي او برید کونکو پسې ګرځي.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر پرون ويلي و چې عارف يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ لګېدلی و.

پر عارف وزیر د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

عارف وزیر د اپرېل پر ۲۷مه له زندانه خوشې شوی وو.

دی پولیسو د اپرېل پر ۱۷مه له واڼه نیولی و او ورباندې تور وو چې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد ویناګانې کړې وې.

خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول.

عارف وزیر په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې زندان کې تېرې کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG