د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي عارف وزیر برید شوی


عارف وزیر څو ځلې زنداني شوی هم دی
عارف وزیر څو ځلې زنداني شوی هم دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یومخکښ فعال عارف وزیر په وسله وال برید کې "سخت ټپي" شوی دی.

د غورځنګ یوه غړي او فعال شان پښتین د مې لومړۍ پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې عارف وزیر تر روژه ماتي لږ ساعت مخکې له خپل تره زوی فرهاد وزیر سره په ګاډي کې سپور وو او له واڼه بازاره د خپل کلي "غوی خوا" لوري ته روان وو چې ورباندې وسله والو ډزې وکړې.

د عارف وزیر د تره زوی او د پارلېمان غړي علي وزیر هم وويل چې عارف يوه مرمۍ پر سر او دوه پر مټ لګېدلی دی.

د نوموړي په خبره، ډاکترانو ورته لارښوونه کړې چې عارف وزیر د درملنې لپاره لوی روغتون ته ورسوي نو ځکه یې هغه د ډېره اسماعيل خان روغتون ته روان کړی.

د غورځنګ یوه مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د مې لومړۍ پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې وسله والو وزیر "ویشتلی دی."

داوړ تر دې زیات نور معلومات ورنکړل.

د دې خبر تر بشپړېدو له پولیسو او انتظامي چارواکو سره د پېښې په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې بریالي نشو.

پر عارف وزیر د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

عارف وزیر د اپرېل پر ۲۷مه له زندانه خوشې شوی وو.

دی پولیسو د اپرېل پر ۱۷مه له واڼه نیولی وو او ورباندې تور وو چې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد ویناګانې کړې وې.

خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول.

عارف وزیر په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جوړېدو راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې زندان کې تېرې کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG